د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين د کتاب لوستنې عامولو او ليکوالانو څخه د ملاتړ خبر ورکوي

rahim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۶:۴۵
Ghor province

سه‌شنبه (۱۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحی زعيم د کتاب د نړيوالې ورځې په مناسبت خپلو خبرو کې وايي: د غور ولايت عامه کتابتون د زرګونو کتابونو په درلودو سره د تعليم او تحصيل د مينوالو په ځانګړي ډول د ځوانانو پرمخ هر وخت خلاص دی، هڅه کوو چې عامه کتابتون کې د مطالعې لپاره نور سهولتونه هم برابر کړو، نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې مطالعې ته مخه کړي، او د ګټورو کتابونو په مطالعې سره خپله علمي سويه لوړه کړي.

د ښاغلي زعيم په وينا؛ د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د د وزارت مقام په همکارۍ د ټولو هغو ليکوالانو ملاتړ او ورسره د اصولو او پاليسۍ مطابق همکاري کوي، چې ارزښتمن او مثبت آثار يې ليکلي وي.

د يادونې وړ ده چې د ا.ا.ا. په حاکميت سره په هېواد کې د کتابخانو د تمويل او تجهيز کارونه ډير شوي دي، د کتاب لوستنې لپاره نندارتونونه جوړ شوي او د ليکوالانو ملاتړ شوی او همکارۍ ورسره شوي دي.

۲۰۲۴/۴/۲۳ میلادي
۱۴۰۳/۲/۴ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۵:۲۸
Background image

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست غصب شوې ځمکې بېرته راګرځول کيږي

جمعه (۲۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين او د هرات مرستيال والي مهاجر فراهي د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدالله متقي په ملتيا د وزير يارمحمد. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۵:۰
Background image

د خُلم ولسوالۍ ۱۵۶ تنه ځوانان د اکټید موسسې د مهارتونو د پراختیا له مرکز څخه فارغ شول

 شنبه (۲۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵ ) د سمنګان ولايت په مرکز او ولسوالیو کې اکتيد مؤسسې څه موده وړاندې د ښوونيزو پروګرامونو لړۍ پيل کړې وه، چې نن یې په خُلم ولسوالۍ ۱۵۶ تنه ځوانان له ۶. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۴:۳۴
Background image

د تاریخي ساحو بیارغونه د نظام تر دقیق نظارت لاندې ترسره کېږي

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين وايي: په دې ولايت کې د تاریخي ساحو بیارغونه د نظام تر دقیق نظارت لاندې ترسره کېږي.
 
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمد الله. . .

BACK TO NEWS