د فرهنګي فعالیتونو پراختیا او د ادب او شعر ډګر د پیاوړتیا برخو ته هلې ځلې پراخې شوې دي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترانو او ترنم رئیس مولوي امان الله مستغفر لوګر ته د سفر په لړ کې د ولایت له مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار او یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل او د فرهنګي چارو د پراختیا، د ادب او شعر د ودې او د سنځل ګل دودیزې کلنۍ مشاعرې د ښه تنظیم په اړه یې خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان او سپارښتنو پر بنسټ د سنځل ګل دودیزې مشاعرې ترسره کولو ترڅنګ په ولایت کې د نورو فرهنګي پروګرامونو د پراختیا، د ادب او شعر د تنظیم او د فرهنګي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره عملي پلانونه تر کار لاندې دي.
ورته مهال د ترانو او ترنم رئیس مولوي امان الله مستغفر ادب، شعر او ترنم د ټولنې د فکري او فرهنګي ودې مهم عناصر وبلل او ویې ویل: د دغو برخو پیاوړتیا د اسلامي ارزښتونو په ترویج کې اغېزمن رول لري، نوموړي د سنځل ګل دودیزې ادبي مشاعرې د لاښه ترسره کېدو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره د هر ډول همکارۍ ډاډ هم څرګند کړ.
دغه راز د لوګر مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین وویل: لوګر د تاریخ په اوږدو کې د علم، ادب، فرهنګ او جهادي مبارزو د مرکز په توګه ځانګړی ځای لري او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د مشرتابه د سپارښتنو مطابق د فرهنګي فعالیتونو د پراختیا لپاره پراخې هڅې روانې دي، نوموړي ټینګار وکړ، چې ولایتي اداره د فرهنګي پروګرامونو د لا پراختیا او ښه والي په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست بشپړ ملاتړ کوي او د هر راز همکارۍ لپاره چمتو ده.
د یادونې وړ ده، چې د سنځل ګل دودیزې کلنۍ مشاعرې او د نوښتیزو فرهنګي پروګرامونو د ترسره کولو لپاره د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د چمتو والي او تنظیم چارې روانې دي.
۱۴۴۷/۱۲/۱۸ هـ ق
