د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د تنظیم او اصلاح اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وکړې.
په غونډه کې د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هغې غوښتنې په اساس چې پکې غوښتل شوي وو؛ ((هغه جوازلیکونه چې د کمېسیون د طرزالعمل له مادو سره په ټکر کې دي، له فیس پرته نوي شي)) پرېکړه وشوه، چې د کمېسیون د غړو یو پلاوی به د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فکري ملکیتونو ریاست له جوازلیکونو مسؤلینو سره وویني او په دې اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې هغه بهرني اصطلاحات او کلمې، چې د ولایتي اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري راټولې شوې دي، د رسمي مکتوب له لارې د افغانستان علومو اکاډمۍ ته واستول شي، ترڅو ورته مناسبې پښتو معادلې کلمې وټاکل شي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د کابل ښاروالۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د رسمي مکتوبونو له لارې د خپلو استازو د معرفي کولو غوښتنه واستول شي او د کمېسیون راتلونکی ساحوي پروګرام د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه (دشت برچي) په سیمه کې ترسره شي.
۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق
