د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
..

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ، وروسته د کمېسیون غړو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وکړې.
‏‎په دې غونډه کې، د کمېسیون د غړو له لوري د چاپ څخه وړاندې د ۱۰ بېلابېلو عنوانونو درلودونکو کتابونو د ارزونې راپور وړاندې شو او د کمېسیون د غړو له بحث او نظر تبادلې وروسته، د هغو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
‏‎همدارنګه، د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) اړوند چاپي اعلانونه هم وارزول شول او تر څېړنې وروسته تایید شول.
د غونډې په لړ کې د یوه لیکوال د کتاب په اړه هم بحث وشو چې یاد اثر د کمېسیون د غړو له لوري وستایل شو. ‎
په پای کې ۷ ټوکه له چاپ څخه مخکې او نوي کتابونه د ارزونې په موخه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.

۱۴۰۵/۲/۲۸ هـ ل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS