اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د حضرت عمر فاروق(رض) لیسې ته ۳۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل
چهارشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له له لوري د حضرت عمر فاروق (رض) مرکزي عالي لیسې زده کوونکو ته (د شرعي نظام په استحکام د اطاعت اغیزې) تر سرلیک لاندې ۳۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د ځوانانو چارو آمر محمد جواد وویل: یاد کتابونه یې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې زده کوونکو ته د مطالعې او معلوماتو د پراختیا په موخه وېشلي دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د بابوس لیسې پر زده کوونکو کتابونه وېشل شوي وو.
۲۰۲۴/۵/۱ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۲ هـ ل