محمدآغې ولسوالۍ کې د عینک خصوصي راډیو دویمه څانګه پرانیستل شوه
عینک خصوصي راډیو، چې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې فعالیت لري، خپله دویمه څانګه یې په محمدآغې ولسوالۍ کې هم پرانېسته، چې په مراسمو کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، یو شمېر نورو مسؤلینو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د عینګ راډیو او باران مډیا ګروپ مشر وویل: د عینک راډیو د دویمې څانګې له فعالولو څخه موخه، د رسنیز پوښښ پراختیا، معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي اسانتیا او د اغېزمنو ښوونیزو پروګرامونو وړاندې کول دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، په محمدآغې ولسوالۍ کې د عینک راډیو د دویمې څانګې پرانیستل د لوګر په رسنیز ډګر کې ښه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو د ملاتړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخو کې اغیزمنې هڅې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په لوګر کې شپږ خصوصي، دوه دولتي او دوه چاپي رسنۍ فعالیت کوي.
۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق
