په کابل، کندوز، زابل او نیمروز ولایتونو کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي کولو په موخه چاپي مواد وویشل شول  

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۷
.

د فرهنګي عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي معلوماتي بروشورونه، کتابچې، قلمونه او نور چاپي مواد چې د ناوړو ټولنیزو رواجونو د مخنیوي په موخه ترتیب شوي، د کابل، کندوز، زابل او نیمروز ولایتونو اوسېدونکو ته ووېشل شول.
دغو پروګرامونو په لړ کې، د چاپي مواد د وېش ترڅنګ، د یادو ولایتونو له یو شمېر اوسېدونکو سره د ۱۷مې ګڼې فرمان د اهمیت، د ناوړه ټولنیزو رواجونو په اصلاح کې د دغه فرمان د اغېزو او د اصیل فرهنګ په عامولو کې د عامه پوهاوي د رول په اړه خبرې وشوې او د هغوی نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل شول.
د یادو ولایتونو اوسېدونکو د دغو پروګرامونو له ترسره کېدو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ او دغه پروګرامونه یې د ناوړه رواجونو د اصلاح او د اصیلو ټولنیزو فرهنګونو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن وبلل.
ورته مهال د دغو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیسانو د فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره د خبرو اترو دوام، د ناوړو رواجونو د لا ښه پېژندنې او د اصیلو ټولنیزو فرهنګونو د پیاوړتیا لپاره مهم او اغېزمن یاد کړل.

۱۴۴۸/۴/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۵۷
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۱۵ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳۶
Background image

لغمان کې خبریالانو ته د رواني درملنې په اړه سیمینار وړاندې شو

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په ګډو همکاریو ددې ولایت د بیلابیلو رسنیو خبریالانو ته د رواني درملنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

سمنګان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمیټې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري، د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې د همغږۍ غونډه، د رسنیو د مسوولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو د. . .

BACK TO NEWS