پکتیا کې (د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د (شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) په نوم کتاب لوستنې سیالۍ چې د ۶۰۰ تنو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیضالله جوهري وویل: د هر ډول بریا لومړنی اساس مطالعه، زده کړه او د علم ترلاسه کول دي او اړوندې ادارې هڅې کوي، چې د بېلابېلو علمي او فرهنګي پروګرامونو، ازموینو او سیالیو له لارې د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستنې فرهنګ پیاوړی کړي.
په غونډه کې نورو ویناوالو هم وویل: د اسلامي امارت اساسي موخه د هېواد رغونه، پرمختګ او د سالمې ټولنې جوړول دي او دې موخې ته رسېدل له علم، مطالعې او پوهاوي پرته ناشوني دي، نو ځوانان باید د علم د حاصلولو په برخه کې پوره هڅې وکړي.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر د ازموینې د شفاف بهیر په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې په راتلونکې کې به هم د ځوانانو د علمي ظرفیت د لوړولو په موخه ورته پروګرامونه جوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ۱۶ تنه مخکښ ګډونوالو ته په ترتیب سره کمپیوټر، لاسي ساعتونه، علمي کتابونه او بېلابېل ډالۍ ورکړل شوې.
۱۴۴۸/۱/۲۲ هـ ق
