بدخشان کې د مطالعې فرهنګ د پراختیا هڅې روانې دي

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۶:۶
..

د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب اوونۍ په مناسبت د فرهنګي بنسټونو په همکارۍ زیباک ولسوالۍ کې د مطالعې فرهنګ د عامولو په موخه د کتابونو نندارتون جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: دا نندارتون د ولسوالۍ په کچه د کتاب لوستلو فرهنګ د پراختیا په موخه جوړ شوی دی، د مسؤلینو په وینا د ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې ډول ډول مطالعاتي سرچینې برابرې شوې دي چې د ځایي مسؤلینو، قومي مخورو او ځوان نسل له پراخ هرکلي سره مخ شوې دي.
ورته مهال د زیباک ولسوال د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وویل: سره له اقتصادي ستونزو، د زیباک ولسوالۍ خلک د علم زده کړو سره ډېره لېوالتیا لري، نوموړي د یاد نندارتون له جوړوونکو څخه د مننې کولو ترڅنګ په دې ولسوالۍ کې د ورته پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.
دغه راز خپرندویانو او د کتابتونونو مسؤلینو د ټولنې ترمنځ د مطالعې فرهنګ د عامولو پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او د داسې نندارتونونو جوړول یې د کتاب لوستلو فرهنګ د پراختیا لپاره مهم وبلل.

۱۴۴۷/۱۱/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۶:۶
Background image

بدخشان کې د مطالعې فرهنګ د پراختیا هڅې روانې دي

د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب اوونۍ په مناسبت د فرهنګي بنسټونو په همکارۍ زیباک ولسوالۍ کې د مطالعې فرهنګ د عامولو په موخه د کتابونو نندارتون جوړ شو.
د اطلاعاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۱۴
Background image

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یو پلاوي په مشرۍ اندخوی ولسوالۍ ته سفر وکړ

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یو پلاوي په مشرۍ اندخوی ولسوالۍ ته د سفر په لړ کې د رسنیو مسؤلینو سره ولیدل او د اندخوی ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه یې لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د کتابونو ارزونه او د لیکوالانو د حقوقو ساتنه

د تیر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د کتاب ارزونې کمېسیون له لوري(۱۵۵۲۵) ټوکو صادره او وارد شویو کتابونو ارزونې ترڅنګ د (۳۷۰) ټوکو بېلابېلو لیکل شویو کتابونه ارزونه هم شوې ده.
له خصوصي کتاب. . .

BACK TO NEWS