نږدې ۴ میلیونو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې ده

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۸
..

سه شنبه ( ۱۶ م د ذوالحجې ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ګرځندوی فعاليتونو د سمون رياست د معلوماتو له مخې د لوی اختر په ورځو کې نږدې ۴ میلیونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې ده.
یاد سیلانيان تر ټولو زیات هغو ولایتونو ته تللي دي، چې مهمې طبیعي، تاریخي او فرهنګي جاذبې لري، د سیلانیانو دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي، چې عمده لاملونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هڅو د نویو تفریحي او سیاحتي سیمو پېژندنه، سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرول، د ا.ا.ا له لوري د رغنيزو او بنسټيزو پروژو پلي کول او د ډاډمن امنیت شتون دی چی د کورني سیاحت د ودې، پياوړتیا او د بهرنیو سیلانیانو د جذب څرګندونه کوي.

یو شمېر سیلانیان له خپلو سفرونو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د نظم، امنیت او د ولسونو د مېلمه پالنې ستاینه کوي، د دوی په وینا؛ د افغانستان ټول ولایتونه ښکلي دي، خو سږ کال د امنیت او ګرځندوی سکتور کې د رامنځته شویو اسانتیاوو له امله سیاحتي سفرونه نه هیریدونکي وو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو سيلانیانو څخه غواړي، چې د افغانستان د ټولو قومونو ځانګړو دودونو ته درناوی وکړي او د چاپيریال ساتنې او د عامه ځایونو پاکوالي او د سیاحتي جاذبو د ساتنې په برخه کې له اړوندو ادارو سره پوره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کوچني اختر په شپو ورځو کې هم د دوو میلیونو څخه زیات کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې وه.


۱۴۰۵/۳/۱۲ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۳۵
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معین سره د ایران د سفیر لیدنه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال سره د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي او په کابل کې د ایران کلتوري اتشې سید روح‌الله حسیني وکتل.
د دې لیدنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۲۵
Background image

ناشرانو، کتاب پلورونکو او د مطبعو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي‌رایټ آمریت له خوا له ناشرانو، کتاب پلورونکو او د مطبعو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د چارو ادارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۶
Background image

هرات کې د فریلانسینګ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ۱۵۰ تنو ځوانانو ته د فریلانسینگ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي؛ دا پروګرام د ځوانانو د. . .

BACK TO NEWS