د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۴:۵۰
.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه څارنه وکړه.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس ښاغلي قاري ولي‌ګل جواد د دې کمېسیون د فعالیتونو په اړه له رسنیو، هټیوالو او ښاریانو سره خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې لوحې او اعلاناتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ له ارزښتونو او د ملي ژبو مطابق برابرې شي.
وروسته د یادې سیمې اړوند لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه څارنه وشوه، چې له نیکه مرغه د یادې سیمې اړوند زیاتره لوحې او اعلاناتي تابلوګانې د کمېسیون د طرزالعمل مطابق برابرې شوې وې او هغه لوحې او اعلاناتي تابلوګانې چې ستونزې او نیمګړتیاوې یې درلودې خاوندانو ته یې د کمېسیون د غړو له لوري د اصلاح په موخه اړینې سپارښتنې وشوې، دغه راز هغه لوحې او اعلاناتي تابلوګانې چې په بهرنیو ژبو ترتیب شوې وې خاوندانو ته یې په ملي ژبو بدیلو کلمو د ترتیب کولو سپارښتنې هم وشوې.
د یادونې وړ ده، چې په یادې سیمه کې د ۱۲۵ لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو څارنه وشوه.

۱۴۴۷/۱۲/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۳۵
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معین سره د ایران د سفیر لیدنه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال سره د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي او په کابل کې د ایران کلتوري اتشې سید روح‌الله حسیني وکتل.
د دې لیدنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۲۵
Background image

ناشرانو، کتاب پلورونکو او د مطبعو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي‌رایټ آمریت له خوا له ناشرانو، کتاب پلورونکو او د مطبعو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د چارو ادارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۶
Background image

هرات کې د فریلانسینګ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ۱۵۰ تنو ځوانانو ته د فریلانسینگ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي؛ دا پروګرام د ځوانانو د. . .

BACK TO NEWS