د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو، کتاب پلورونکو او د مطبعو له استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۴۹
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي رائد په مشرۍ یو پلاوي پروان ولایت ته د سفر پرمهال د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو، کتاب پلورونکو او د مطبعو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد وویل: د خوښی ځای دی، چې پروان ولایت کې د نشراتي برخې له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته کوو، له دې ناستې څخه موخه د رسنیو، خبریالانو، کتاب پلورنکو او مطبعو د شته ستونزو ارزول دي.
د ښاغلي رائد په وینا؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پوره ملاتړۍ دی او د رسنیو، خبریالانو، کتاب پلورنکو او مطبعو مسؤلینو ستونزو ته د رسیدنې پوره ډاډ څرګندوي.
همدارنګه د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد د رسنیو او خبریالانو د اوسني حالت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د اسلامي امارت له بیا ځلې حاکمیت سره په ډېرو برخو کې د رسنيو ستونزو ته رسيدګي شوې ده او د پاتې ستونزو په حل کې هم هڅې کېږي، دغه راز نوموړي د رسنیو مسؤلين وهڅول چې د نظام په استحکام او عامه اذهانو په تنوير کې خپل رسالت ادا کړي.
دغه راز د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو د اتحادیې رئیس حجت الله مجددي وویل: د خوښی ځای دی، چې ولایتي ادارې د رسنیو پوره همکارې دي، رسنۍ د اسلامي نظام د پالیسۍ مطابق خپلې رسنیزې چارې پر مخ وړي او د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته پروخت رسیدنه کیږي.
د ناستې په لړ کې د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي رایټ آمر د کتاب چاپ په برخه کې کتاب پلورنکو او د مطبعو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل: هیڅوک حق نلري، چې د بل چا لیکل شوی اثر په خپل نوم چاپ کړي.
د کاپي رایټ آمر زیاته کړه، چې هر لیکوال باید خپل کتاب ته د (ISBN) شمېره واخلي، ترڅو یاد کتاب د کاپي رایټ آمریت سره ثبت او په راتلونکي کې ېې د حقونو ساتنه وشي.
ورته مهال د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو، کتاب پلورونکو او د مطبعو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل، چې د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۸/۱/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له یوولسمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د یوولسمې ناحیې د قلعه نجارا څلورلارې د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۴۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو، کتاب پلورونکو او د مطبعو له استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي رائد په مشرۍ یو پلاوي پروان ولایت ته د سفر پرمهال د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو، کتاب پلورونکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۴۷
Background image

جوزجان کې د حکومت او رسنیو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له خوا د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د ستونزو د اورېدو او په دې ولایت کې د خبریالانو او د رسنیو د. . .

BACK TO NEWS