زابل کې لسګونو ځوانانو ته د روغتیا په برخه کې دوه ورځنی سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۳۰
...

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د یونیسف ادارې په همکارۍ ۷۵ ځوانانو ته د روغتیا په برخه کې دوه ورځنی سیمینار وړاندې شو.
دغه سیمینار د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شو، چې په لړ کې یې ځوانانو ته د روغتیا، د روغتیايي ستونزو د مخنیوي او د سالم ژوند په اړه مهم معلومات ورکړل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو په وینا؛ د دغه سیمینار موخه ځوانانو ته د روغتیايي موضوعاتو په اړه لا ډېر معلومات ورکول و، مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل چې دغه معلومات له خپلو کورنیو او نورو ځوانانو سره هم شریک کړي.
د ځوانانو چارو آمر وویل: د ځوانانو روغتیا د ټولنې لپاره مهمه ده او دا ډول روزنیز پروګرامونه له ځوانانو سره مرسته کوي، چې د روغتیا په اړه لازم معلومات ترلاسه کړي. نوموړي د یونیسف ادارې له همکارۍ څخه هم مننه وکړه.
ورته مهال ګډونوالو د سیمینار له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: په دې پروګرام کې یې د روغتیا په اړه ګټور معلومات ترلاسه کړل. دوی غوښتنه وکړه، چې د ځوانانو لپاره دې په بېلابېلو برخو کې ورته روزنیز پروګرامونه لا ډېر جوړ شي.

۱۴۴۸/۴/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

د هرات اختیارالدین کلا کې ۱۲۰ غرفو کې لاسي صنایع او هنري اثار نندارې ته وړاندې شول

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د ترکیې هېواد اړوند ټیکا دفتر له لوري د سیاحت له اوونۍ سره هم‌مهاله، د دغه ولایت په اختیارالدین تاریخي کلا کې د لاسي صنایعو او هنري اثارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۲۲
Background image

د لوګر عامه کتابتونونو ته څه باندې ۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عمومي عامه کتابتون او د څرخ ولسوالۍ عامه کتابتون ته د مطالعې د یو شمېر مینه‌والو له لوري څه باندې ۲۰۰ ټوکه بېلابېل د دیني او عصري علومو کتابونه ډالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۷
Background image

په کابل، کندوز، زابل او نیمروز ولایتونو کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي کولو په موخه چاپي مواد وویشل شول  

د فرهنګي عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي معلوماتي بروشورونه، کتابچې، قلمونه او نور. . .

BACK TO NEWS