د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
..

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او د رسنیز ډګر د لا پیاوړتیا په موخه وړاندیزونه شریک شول.
د ناستې په پیل کې د اطلاعاتو آمر نیازالله اصیل ځاځي په وروستیو کې د پکتیا د رسنیز ډګر د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او د رسنیو د چارو د لا ښه والي او پیاوړتیا په موخه یې یو شمېر سپارښتنې او غوښتنې شریکې کړې.
نوموړي د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم دیپارټمنټ د څلورم کال زده کړیالانو لپاره په سیمه ییزو رسنیو کې د یوې میاشتې عملي زده کړې په پار د پوهنتون ریاست غوښتنه، د رسنیو له مسوولینو سره شریکه کړه او له دوی څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپل نظرونه ورسره شریک کړي. 
ورپسې د رسنیو استازو خپلې ستونزې له مسؤلینو سره شریکې کړې او  د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د خبریالانو په استازولۍ څو تنو خبریالانو وویل: د اسلامي نظام د لاسته‌راوړنو غوره خبري پوښښ د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض‌الله جوهري د خبریالانو او رسنیو استازو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل په موخه کې یې د همکاریو ډاډ څرګند کړ

۱۴۴۸/۴/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS