د فرهنګ او هنر معین پکتیا کې له خطاطانو او رسامانو سره وکتل
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین شیخ عبدالرحمن طیبي د پکتیا ولایت له یو شمېر خطاطانو او رسامانو سره د لیدنې پر مهال د هنرونو د ودې، هنري ظرفیتونو د لوړولو او د خطاطۍ او رسامۍ برخو ته د لا زیاتې پاملرنې په اړه خبرې وکړې.
دغه لیدنه د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په عامه کتابتون کې د هنري سیالۍ او نندارتون له پرانیستې وروسته ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د ولایت یو شمېر هنرمندانو د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د پکتیا د خطاطانو په استازیتوب استاد عرفان او غلام طاهر افغان د خبرو پر مهال د هنري سیالۍ او نندارتون د جوړېدو هرکلی وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د هنرمندانو د وړتیاوو د څرګندولو، د هنرونو د ودې او د هنري اثارو د معرفي کولو لپاره مهم وبلل.
دوی د فرهنګ او هنر له معین څخه وغوښتل، چې د هنرمندانو د ملاتړ، د هغوی د ستونزو د حل او د هنري فعالیتونو د پراختیا په برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي، ترڅو هنرمندان وکولای شي د هېواد د فرهنګي او هنري میراثونو په ساتنه او پالنه کې اغېزمن رول ولوبوي.
دغه راز د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د هنرمندانو غوښتنو او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: د هنرونو ارزښت ته په پام سره به د یادې برخې د پیاوړتیا او د هنرمندانو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره به لا ډېرې هڅې وشي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د هنرمندانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه به په راتلونکي کې درې ورځنی روزنیز سیمینار هم جوړ شي، تر څو ګډونوال د هنر په بېلابېلو برخو کې لا ډېرې تجربې او مهارتونه ترلاسه کړي او وکولای شي خپل هنري فعالیتونه په معیاري توګه ترسره کړي.
۱۴۴۸/۵/۱ هـ ق
