خوست کې مطبوعاتي او فرهنګي مسؤلینو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۵۱
..

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ولایت د بېلابېلو ریاستونو مطبوعاتي او د ښوونځیو فرهنګي مسؤلینو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د اسلامي نظام ارزښتونو د اهمیت، د ځوانانو رول، د پردي فرهنګ زیانونه او د راتلونکو نسلونو پر وړاندې یې اغېزې، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وروستۍ لاسته راوړنې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه معلومات وړاندې شول.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري د اسلامي نظام د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کول د الله جل جلاله لوی فضل او نعمت دی.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي نظام د افغانانو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او په اسلامي نظام کې اسلامي عقیده، د خلکو عزت او افغاني فرهنګ خوندي کېږي.
د سیمینار ګډونوالو وړاندې شوي معلومات ګټور وبلل او د اړوندو ادارو ترمنځ یې د لا ښې همغږۍ، د شته نیمګړتیاوو د له منځه وړلو او د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه یې د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه. 

۱۴۴۸/۵/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۴:۳۰
Background image

پکتیا کې ۳۰ لرغونې او  تاریخي سیمې وموندل شوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لرغون‌پوهنې ریاست مسلکي پلاوي د پکتیا ولایت د لرغونو سیمو د عمومي څېړنې په لړ کې د دغه ولایت په ۹ ولسوالیو او مرکز ګردېز ښار کې ۲۸ لرغونې سیمې او دوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۱:۵۶
Background image

د ازبکي ادبیاتو د درناوي په موخه غونډه وشوه

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د قومي مخورو په همکارۍ د ازبکي ادبیاتو د درناوي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په دې غونډه کې د امارتي ادارو د یو شمېر مسؤولینو، فرهنګیانو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۱:۱۵
Background image

لوګر کې لسګونه تنه ځوانان د ویناوالۍ له دوه میاشتني روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز د ویناوالۍ له دوه میاشتني روزنیز پروګرام څخه ۷۰ ځوانان فارغ شول.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب. . .

BACK TO NEWS