د رسنیو د فزیکي اسنادو ډیجیټلي کولو بهیر پرانیستل شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۸:۴۸
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت د ټولیزو رسنیو د څار ریاست  د رسنیو د اسنادو د ساتنې او خوندي کولو او دغو سرچینو ته د اسانه لاسرسي په موخه، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهی په شتون کې د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو د فزیکي اسنادو د ډیجیټل کولو بهیر پرانیسته وکړه.

د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهی وویل: د رسنیزو اسنادو او مدارکو په ډیجیټل کولو سره به د ارزښتناکو تاریخي سرچینو د لا ښې ساتنې، د اسنادو د زیانمنېدو او له منځه تلو د مخنیوي او د څېړونکو د اغېزمنې ګټې اخیستنې زمینه برابره شي.

د ټولیزو رسنیو د څار ریاست د جوازونو د ثبت او صدور آمر حجت الله عرفان وویل: په دې بهیر کې د اسنادو ثبت، آرشیف کول او له فزیکي بڼې څخه ډیجیټلي بڼې ته اړول شامل دي، چې د اسنادو د ساتنې د سیستم د معیاري کولو او د هېواد د رسنیز میراث د خوندي کولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د اسنادو د ډیجیټل کولو بهیر به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وېب‌سایټ له لارې په ټولو ولایتونو کې د لاسرسي وړ وي او اړوند مسوولین او کارکوونکي به ترې ګټه اخیستلی شي.

١٤٤٨/٦/١٤ ه ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۸:۴۸
Background image

د رسنیو د فزیکي اسنادو ډیجیټلي کولو بهیر پرانیستل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت د ټولیزو رسنیو د څار ریاست  د رسنیو د اسنادو د ساتنې او خوندي کولو او دغو سرچینو ته د اسانه لاسرسي په موخه، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۲۴
Background image

هرات کې د زعفرانو ګل لومړنۍ مشاعره ترسره شوه

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د زعفرانو ګل لومړنۍ مشاعره دغه ریاست د رئیس مولوي عتیق الله عزیزي، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، شاعرانو، ادیبانو، فرهنګیانو او د شعر او ادب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۲
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همکارۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي د ښه والي او لا ښې همغږۍ په موخه د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره غونډه. . .

BACK TO NEWS