کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د زده کوونکو د ستایلو ترڅنګ وویل: اسلامي امارت د خلاقو او نوښتګرو شخصیتونو ملاتړ ته ژمن دی، چې د ټولنې د پرمختګ کچه هم نوښتګرو شخصیتونو پورې تړلې ده.
د دغه خصوصي ښوونځي مسؤل مدیر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ځوانانو ملاتړ څخه مننه وکړه او د تدریس په برخو کې یې د لاډېرو هڅو ژمنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري بېلابېلو برخو کې نوښتګر ځوانان ستایل شوي دي.
۱۴۴۷/۱۲/۲۸ هـ ق