د هنر او فرهنګ معین دهیواد د نامتو لیکوال او څیړونکي استاد محمد اصف صمیم عیادت وکړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد نوميالي لیکوال، څېړونکي او نقاد استاد محمد اصف صمیم د لیدو او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د هنر او فرهنګ معین په معاصر وخت کې استاد صمیم د هېواد په کچه له بې ساري علمي او فرهنګي هستیو څخه وبللو او د افغاني فرهنګ په غوړېدا کې یې ترې د لا زیاتو څېړنو، لیکلو او سپړنو هیله وکړه.
د دې تر څنګ ښاغلي عزیزي صاحب د فرهنګي چارو د لا ښه سمون به موخه په ځینو مسایلو هم له استاد صميم سره سلا مشورې وکړې.
استاد صمیم د هنر او فرهنګ د معین او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې وخت پر وخت یې د نوموړي پوښتنه کړې او په فرهنګی مسایلو کې یې ورسره مشورې کړي دي.
۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق