تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
Mon, Jun 22 2026 2:53 PM
..

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۹۰۰ تنو زده ‌کوونکو ترمنځ سیالي ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.
د غونډې ویناوالو، ناوړه دودونه د ټولنې د ډېری ستونزو اصلي لامل وبلل او د دغو زیانمنو ننګونو د له منځه وړلو لپاره یې د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه دی، عملي کول د ټولنې یوه اساسي اړتیا وبلله.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه کمپیوټر، دوهم مقام ګټونکي ته یو سيټ ځیرک موبایل او درېیم مقام ګټونکي ته یو عراده بایسکل ډالۍ ورکړل شول.

۱۴۴۸/۱/۶ هـ ق