په سیاحتي سیمو د پانګونې او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذب په موخه د پکتیکا ولایت د سیاحتي سیمو سروې ترسره شوه

wasim_admin
Sun, Jul 12 2026 12:46 PM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند یو پلاوي د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو په ملتیا د یاد ولایت یو شمېر سیاحتي سیمي ثبت او سروې کړې.
د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا محمد امین حذیفه وویل: له وزارت څخه راغلی پلاوی د مرکز ښرنې ترڅنګ په یو شمېر ولسوالیو کې ښکلې سیاحتي سیمې ثبت او سروې کړې، ترڅو په دغو سیاحتي ځایونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پانګونې ترڅنګ نور پانګوال هم پانګونې ته وهڅول شي او د کورنیو او بهرنيو سیلانیان پاملرنه جلب کړي.
د پکتیکا د فرهنګ او ګرځندوی آمر له ملي پانګوالو څخه وغوښتل، چې د دغه په مختلفو مشهورو سیاحتي سیمو کې پانګونه وکړي، ترڅو د ګرځندوی سکتور لاپیاوړی او خلکو ته بېلابېلو برخو کې کاري زمینه برابره شي.
د مسئولینو په وینا، د یاد ولایت له مشهورو سیاحتي سیمو څخه د پلتوني بند، د ګیان، زېړوک، سروبي او ارګون ولسوالیو بېلابېلې سیمې ګڼل کېږي.

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق