د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
Mon, Jul 20 2026 2:31 PM
.

دوشنبه (۱۴۴۸ د صفرالمظفر ۵مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه په غونډه کې له چاپ څخه مخکې ۱۵ عنوانه کتابونه او آثار د ارزونې او کتنې په موخه د کمېټې غړو ته وسپارل شول ترڅو په راتلونکې غونډه کې یې راپورونه وړاندې کړي.
همدا راز په دې غونډه کې د آغاخان بنسټ (AKDN) اړوند کتابونو په اړه هم بحث وشو او اړینې پرېکړې پکې وشوې.
د غونډې په پای کې د (رویاها) په نوم د کیسې له لیکوال سره هم لیدنه وشوه او د دې اثر د چاپ په اړه ورسره خبرې او د نظرونو تبادله وشوه. مسؤلینو ډاډ څرګند کړ، چې د دې کتاب د چاپ په بهیر کې به لازمې همکارۍ ترسره شي.