د عامه کتابتونونو رئیس د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
Sat, Jul 25 2026 10:53 AM
...

‏د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه وکړه.
‏د مالیزیا ملي کتابتون مسؤلینو د هرکلي تر څنګ، ملي کتابتون د هېواد د ستر کتابتوني زیرمې او د مطالعې مرکز په توګه یاد کړ او د زرګونو ارزښتناکو دیني او عصري علومو کتابونو او مجلو د ساتنې او خوندي کولو په برخه کې يې د دې کتابتون رول مهم او ارزښتناک وباله.
‏د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د ملي کتابتون د رئیس او کارکوونکو له تود هرکلي څخه مننه وکړه او ویې ویل: کتابتونونه په ټوله نړۍ کې د پوهې د پراختیا، د دیني او عصري علومو د کتابونو د خوندي کولو او د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري او د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی.
‏ښاغلي صمیم د ملي کتابتونو له بېلابېلو (عمومي، مجلو، ریفرینس او د ماشومانو او نورو ) له تالارونو څخه لیدنه وکړه، چې د تالارونو د مسؤلینو له لوري ورته د دغو تالارونو په اړه معلومات وړاندې شول.

۱۴۴۸/۲/۱۰ هـ ق