بغلان ولایت مقام او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ د رسنیزې همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار

wasim_admin
Tue, Aug 11 2026 2:08 PM
.

د بغلان ولایت مقام او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو په یوې ناسته کې د رسنیزې همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي، د ولایت مقام ویاند فاروقي خپلواک او د رسنیو مسؤلینو ګډون کړی و.
په ناسته کې د رسنیزو چارو د لا ښه تنظیم، د معلوماتو شریکولو، د خبرونو جوړولو او خپرولو او د دولتي ادارو د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو د اغېزمن، منظم او پر وخت انعکاس په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
ښاغلي هاشمي په رسنیزه برخه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د رسنیو او ادارو ترمنځ منظمې همکارۍ کولای شي ولسونو ته د حکومت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د لا ښه او پر وخت د معلوماتو رسولو په برخه کې اغېزمنې تمامې شي.

۱۴۴۸/۲/۲۷ هـ ق