د ګرځندوی فعالیتونو د سمون رئیس د اقتصادي همکاریو(ETON) سازمان د سیاحتي سفرونو د مجریانو (تنظیموونکو) شبکې په غونډه کې ګډون وکړ

wasim_admin
Sat, Sep 26 2026 3:20 PM
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی فعالیتونو د سمون رئیس مولوي محمد طیب او د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي اتشو رئیس محمد شفیق احمدزي، د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سیاحتي سفرونو د مجریانو (تنظیموونکو) د شبکې په نهمه غونډه کې چې په انلاین بڼه ترسره شوه، ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو استازو، د سیاحتي سفرونو مجریانو (تنظیموونکو) او د غړو هېوادونو د ملي ګرځندوی ادارو استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې د اقتصادي همکاریو سازمان د سیاحتي سفرونو د (مجریانو) تنظیموونکو د دویم فورم چې تېر کال د ترکیې جمهوریت او د قبرس ترک دولت له لوري په ګډه د مرسین او ګیرنه ښارونو کې جوړ شوی و، پایلې وڅېړل شوې.
همدارنګه، ګډونوالو د اقتصادي همکاریو سازمان د سیاحتي سفرونو د مجریانو(تنظیموونکو) د درېیم فورم د جوړېدو لپاره د چمتووالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه. او ټاکل شوې ده، چې دغه فورم د ۲۰۲۶ میلادي کال تر پایه د ایران اسلامي جمهوریت په کوربه‌توب د تبریز ښار او ارس ازادې سیمې کې جوړ شي. د ایران اسلامي جمهوریت د اړوندو ادارو استازو هم د دغه پروګرام د چمتووالي او جوړېدو د نېټې په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په لړ کې د اقتصادي همکاریو سازمان د سیاحتي آژانسونو د فدراسیون (ECO-TAF) د جوړېدو د طرحې مسوده (چې موخه یې د ګرځندوی په برخه کې د خصوصي سکټور د همکاریو د پیاوړتیا او بنسټیز کول دي) هم وڅېړل شوه.
همدارنګه، د اقتصادي همکاریو سازمان د دارالانشاء د ګرځندوی ریاست د دغه جوړښت د رامنځته کېدو طرحه او بهیر تشریح کړ او د ګډونوالو له لوري مطرح شویو پوښتنو او نظرونو ته یې لازم ځوابونه وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې، د اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو او د ګرځندوی د فعالانو ترمنځ د همکاریو پر دوام، د ګرځندوی فعالانو لپاره د ګډو معرفي کولو سفرونو پر جوړولو، د اقتصادي همکاریو سازمان د ګرځندوی د همکاریو په پروګرامونو او نندارتونونو کې د لېوالتیا لرونکو کسانو د ګډون د اسانتیا او د عملي اقداماتو او مشخصو تعقیبي چارو پر رامنځته کولو ټینګار وشو.
همدارنګه، ګډونوالو د غړو هېوادونو د سیاحتي سفرونو د مجریانو (تنظیموونکو) ترمنځ د شته همکاریو پر پراختیا او د سیمه‌ییز ګرځندوی په برخه کې د خصوصي سکټور د همکاریو لپاره د یوه دایمي او اغېزمن میکانیزم د رامنځته کولو پر هڅو ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۴/۱۳ هـ ق