د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د ټولو ولسوالیو له مطبوعاتي مسؤلینو سره وکتل

wasim_admin
Tue, Oct 13 2026 12:06 PM
..

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر د کابل ولایت د ۱۴ ګونو ولسوالیو مطبوعاتي مسؤولینو سره وکتل او د دوی د فعالیتونو او هڅو ستاینه یې وکړه.
په دې لیدنه کې مولوي شمس‌الله زبیر له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره د مطبوعاتي مسؤولینو همکارۍ مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د ولسوالیو مهم خبرونه، فعالیتونه او اړوند معلومات دې پر وخت د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره شریک شي، ترڅو د یاد ریاست له لارې له رسنیو سره شریک او د رسنیو په وسیله تر هېوادوالو او نړیوالو ورسېږي.
نوموړي همدارنګه د اطلاعاتو د منظم شریکولو او د مطبوعاتي چارو د لا ښه تنظیم په برخه کې د مطبوعاتي مسؤولینو پر فعال رول هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د مطبوعاتي مسؤولینو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د اطلاعاتو پر وخت رسؤنه د دوی له مهمو موخو څخه دي.

۱۴۴۸/۵/۱ هـ ق