د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

wasim_admin
Tue, Oct 13 2026 3:23 PM
,,

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه ولایت د مرکز او رخه ولسوالۍ اوسېدونکو ته د یاد فرمان د چاپ شویو نسخو د وېش بهیر پیل شو.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نصرالله ملک‌ زاده وویل: د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه چاپ شوي نسخې د خلکو ترمنځ ووېشل شوې. چې د یادو نسخو د وېش ترڅنګ، خلکو ته د شرعي احکامو د رعایت، د ناوړه دودونو د مخنیوي او د یاد فرمان د محتویاتو د تطبیق د اهمیت په اړه هم پوهاوی ورکړل شو.
د نوموړي په وینا؛ دغه نسخې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري چاپ او چمتو شوې دي چې د وېش په موخه د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل شوې وې.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس همداراز زیاته کړه؛ ټاکل شوې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په نږدې راتلونکي کې د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي بنرونه چاپ او د پنجشېر ولایت د عمومي سړک په اوږدو کې نصب شي.
د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکو هم د دغه فرمان د نسخو له وېش څخه هرکلی وکړ او ویې ویل: د اسلامي شریعت د احکامو په رڼا کې به د خپل ورځني ژوند د چارو د تنظیم لپاره هڅې وکړو او د ناوړه دودونو او له شرعي احکامو سره د مخالفو چارو په مخنیوي کې به همکاري وکړو.

۱۴۴۸/۵/۱ هـ ق