ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري
دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ شوي یو ورځني روزنیز سیمینار کې وکړې.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې د نظام شتون او په ټولنه کې د عدالت تأمین اساسي اهمیت لري او ځوانان باید د هېواد د پرمختګ او د نظام د پیاوړتیا په برخه کې خپل مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
د ځوانانو چارو رئیس همداراز د اسلامي نظام له رهبرۍ څخه اطاعت د اسلامي نظام د ټینګښت له مهمو موضوعاتو څخه وباله او ټینګار یې وکړ، چې ځوانان باید د ژمنتیا او مسؤولیت منلو له مخې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره په بېلابېلو برخو کې هڅې وکړي.
ورته مهال، د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیفالدین معتصم وویل: ځوانان باید د دیني علومو د زده کړې ترڅنګ، د عصري علومو، کمپیوټر او مسلکي مهارتونو زدهکړې ته هم پاملرنه وکړي او په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو خبرونو له خپرولو څخه ډډه وکړي.
همداراز په سیمینار کې نورو ویناوالو هم د سالمې عقیدې، نېک عمل، له ښوونیزو فرصتونو څخه د ځوانانو د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د علم زدهکړې، وړتیا لوړولو، د تبلیغاتو پر وړاندې هوښیارۍ او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د ونډې اخیستنې پر اهمیت ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۵/۶ هـ ق