د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین: د پښتو ژبې د ودې لپاره اړینه ده چې پښتو ته آثار راوژباړل شي

گمنام (غیر مصدقہ)
Sun, May 30 2021 10:35 AM
د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین: د پښتو ژبې د ودې لپاره اړینه ده چې پښتو ته آثار راوژباړل شي

د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر حکمت الله افغان د پښتو ژبې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې د پښتو ژبي د ودې او پرمختګ لپاره اړينه ده، چې پښتو ته اثار راوژباړل شي او هم په پښتو ژبه اثار ولیکل شي.
افغان د پښتو ژبې پر اهمیت هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د پښتو ژبې د بډاینې لپاره هر لیکوال خپل مسوولیت ادا کړي.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې نمانځغونډه کې زیات شمېر نورو کسانو هم د پوښتو ژبې پر ارزښت مقالې ولوستې او په مورنۍ ژبه زده کړې یې د هر زده کوونکي او محصل حق وباله.
دوی غوښتنه وکړه چې په دولتي ادارو کې دې هم په پښتو ژبه مکتوبونه ولیکل شي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په نړۍ کې په پښتو ژبه شاوخوا ۵۰ مېليونه کسان خبري کوي، خو له ځينو پښتنو پښتو هېره شوې او اوس په نورو پرديو ژبو خبرې کوي.

کابل/ د غبرګولي ۹ مه/ باختر