جلریز ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي مواد وویشل شول

wasim_admin
Thu, Oct 29 2026 10:51 AM
..

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مشرتابه (حفظه‌ الله) د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان په اړه (بروشرونه، سټیکرونه، بینرونه او نور) چاپي مواد چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت چمتو کړي په سلګونو تنو ولسونو ته ووېشل شول
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر وویل: د دغو معلوماتي موادو د وېش موخه خلکو ته د یاد فرمان د لارښوونو رسول او د هغو ناسمو دودونو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي چې د کورنیو پر اقتصادي او ټولنیز ژوند ناوړه اغېز کوي.
نوموړي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي، چې د یاد فرمان اړوند معلومات د میدان وردګو ولایت ټولو ولسونو ته ورسوي.

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ ق