د ازبکي ادبیاتو د درناوي په موخه غونډه وشوه

wasim_admin
Mon, Nov 02 2026 11:56 AM
..

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د قومي مخورو په همکارۍ د ازبکي ادبیاتو د درناوي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په دې غونډه کې د امارتي ادارو د یو شمېر مسؤولینو، فرهنګیانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار فرهنګ او ادبیات د ټولنې له اساسي ارزښتونو او د ملتونو د پېژندنې له مهمو برخو څخه وبلل او ویې ویل: د افغانستان فرهنګي او ژبني تنوع د دغه هېواد له مهمو ځانګړتیاوو څخه ده او د بېلابېلو قومونو ژبې، ادبیات او فرهنګي ارزښتونه د افغانستان د ګډ فرهنګي هویت څرګندونه کوي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې ا.ا د قومونو ترمنځ د یووالي او متقابل درناوي پیاوړتیا ته ژمن دی او د ملي یووالي او همغږۍ د روحیې د پراختیا او پیاوړتیا په موخه هڅې کوي.
دغه راز، په غونډې کې ویناوالو د ازبکي ژبې او ادبیاتو د تاریخي ارزښت په اړه خبرې وکړې او د دغې ژبې د ادبي آثارو په معرفي کولو، د لیکوالۍ د فعالیتونو په پراختیا او د ځوان نسل ترمنځ د مطالعې دود په پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
ورته مهال فرهنګیانو د ورته فرهنګي غونډو جوړول د افغانستان د ژبني او ادبي میراث د معرفي کولو، د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د هېواد د بېلابېلو ژبو د ساتنې په برخه کې مهم او ارزښتمن یاد کړل.

۱۴۴۸/۵/۲۱ هـ ق