سنګین کې ادبي او فرهنګي مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
Sat, Nov 28 2026 10:40 AM
..

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د سنګین ولسوالۍ په عامه کتابتون کې میاشتنۍ ادبي او فرهنګي مشاعره ترسره شوه، چې پکې ګڼ شمېر مسؤلینو، ځوانانو، شاعرانو او ترانه‌ ویوونکو ګډون کړی و.
د یادې مشاعرې موخه د ادب او فرهنګ وده، د ځوانانو د ادبي استعدادونو هڅونه، د شاعرانو او لیکوالانو ملاتړ او د ټولني ترمنځ د فرهنګي ارزښتونو پیاوړتیا وه.
ګډونوالو د دا ډول ادبي او فرهنګي پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ او دا ډول غونډې یې د ځوان نسل د فکري او فرهنګي ودې لپاره ګټورې وبللې.
په مشاعرې کې شاعرانو خپل ترتیب کړي شعرونه، ترانې او نعتونه ګډونوالو ته واورول چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.

۱۴۴۸/۰۶/۱۷ هـ.ق