آقچه کې د (ځوان نسل؛ له ځان‌جوړونې تر ټولنې‌جوړونې) په نوم سیمینار ترسره شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱۷
..

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د البرز علمي او فرهنګي ادارې له لوري آقچې ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته د (ځوان نسل؛ له ځان‌جوړونې تر ټولنې‌جوړونې) په نوم ښوونیز او فرهنګي سیمینار وړاندې شو.
د جوزجان د علماوو شورا غړي مفتي احمدشاه جلالي ګډونوالو ته د وینا پر مهال وویل: ځوانان باید خپل نیت او نفس له وسوسو او ناسمو کړنو څخه وساتي او د ایمان، ښو اخلاقو او نېکو کړنو په پیاوړتیا سره د خپل ځان د اصلاح په برخه کې هڅې وکړي. ځان‌جوړونه د ټولنې‌جوړونې بنسټ دی او ځوانان هغه مهال کولای شي، د ټولنې په اصلاح کې اغېزمن رول ولوبوي، چې خپل ځان اصلاح او د ټولنیزو مسؤولیتونو ترسره کولو ته چمتو شي.
د آقچې ولسوال هم د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې د ځوانانو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل: ځوانان د هېواد ارزښتمنه پانګه او د ټولنې د راتلونکي په جوړولو کې اغېزمن ځواک دی. نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې د علم په زده‌کړه، د دیني او اخلاقي ارزښتونو په ساتنه او د امنیت په ټینګښت کې د همکارۍ له لارې د ټولنې په ابادۍ او پرمختګ کې خپله ونډه واخلي.
د سیمینار یو شمېر ګډونوالو هم د ځوانۍ د دورې د اهمیت او فضیلت، له ځوانۍ څخه د سمو ګټو اخیستنې، امنیت، اسلامي نظام، سالمې عقیدې، په ټولنه او اسلام کې د ځوانانو د رول او د دیني او عصري علومو د زده‌کړې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ځوان نسل د ټولنې د ملا تیر دی، باید د ځان‌جوړونې، د علم د زده‌کړې او له خپلو وړتیاوو څخه د سمې ګټې اخیستنې له لارې د ټولنې په ابادۍ او اصلاح کې اغېزمن رول ولوبوي.

۱۴۴۷/۴/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۰
Background image

لوګر کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي کولو په موخه چاپي مواد وویشل شول  

د فرهنګي عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي معلوماتي بروشورونه، کتابچې، قلمونه او نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۵
Background image

کونړ کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان وویل: رسنۍ د خلکو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۲
Background image

مقر ولسوالۍ کې د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهې کاروان په نوم د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل:. . .

BACK TO NEWS