ارزګان کې د ادبي ماښام مشاعره ترسره شوه
د اروزګان ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ادبي ماښام مشاعره ترسره شوه، چې پکې د یاد ریاست مسؤلینو، شاعرانو، لیکوالانو، د امارتي ادارو یو شمېر استازو او لسګونو فرهنګي ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمتالله ریحان وویل: د ادبي ماښام مشاعره جوړول د ځوانانو د فکري اصلاح او یووالي لپاره خورا مهمې دي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چې د اروزګان ځوانان د قلم، فکر او پوهې له لارې یو ځای کړي، ترڅو د ټولنې په مثبت بدلون کې فعاله ونډه واخلي.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر د مشاعرې په لړ کې د څو بیتونه وړاندې کړل او ویې وویل: په دې ډول مشاعرو کې ځوانانو ته د خپلو ادبي استعدادونو د څرګندیدو تر څنګ د دوی د ادبي استعدادونو د ودې زمینه برابریږي.
د مشاعرې په لړ کې شاعرانو او ځوانانو د شعرونو ترنم کولو ترڅنک د خپلو ادبي تجربو، د ځوان نسل مسؤلیتونو او د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې په اړه خبرې وکړې او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو څخه یې د دې ډول پروګرامونو د دوامداره جوړیدو غوښتنه وکړه.
۱۴۴۷/۵/۶ هـ ق
