امام ‌صاحب ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د کتابونو نندارتون جوړ شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۱:۳۳
...

د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمریت له خوا امام‌ صاحب ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو، علماء کرامو، استادانو او زده‌ کوونکو ګډون کړی و.
د کندز د فرهنګ او هنر آمر د کتاب ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له ولسونو څخه یې وغوښتل چې د خپلو معلوماتو د زیاتوالي لپاره مطالعه وکړي او خپل اولادونه د علم او زده ‌کړې لور ته وهڅوي.
د فرهنګ او هنر آمر په وینا؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې درې کتابتونونه فعال دي، چې له ۱۵ زرو څخه زیات بېلابېل عنوانونو درلودنکي کتابونه لري او هره ورځ د مطالعې مینه‌والو په مخ پرانستي وي او د دغه نندارتون له جوړولو څخه موخه د مطالعې فرهنګ پیاوړي کول او د ځوانانو مطالعې ته هڅول دي.
په ورته وخت کې د امام ‌صاحب ولسوالۍ علما‌ء کرامو، مشرانو او ځوانانو د دې اقدام هرکلی وکړ او د ورته نندارتونونو جوړولو د دوام غوښتنه یې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې یاد نندارتون امام صاحب ولسوالۍ کې لومړنی ترسره شوی نندارتون دی چې د یوې ورځې په موخه جوړ شوی و.
۱۴۴۶/۴/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دوشنبه (١٤ د جمادي‌الاول ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د باختر خبري آژانس له لوري د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او د باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست او (DHSA) موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري خدمتونو موسسې(DHSA) ترمنځ د ټولنیز ګډون پیاوړتیا په نوم د همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۱۴جمادی الاول ‌۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS