بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس سید خلیل فروتن د سالمې ټولنې درلودو په موخه د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د فرامینو په اطاعت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د حج څخه د راتلونکو حاجیانو، د فاتحو د مراسیمو او همدارنګه د واده د مراسیمو بې ځایه مصارفو د مخنیوی په موخه دې بېلابېل عامه پوهاوي پرګرامونه جوړ او خپره شي.
د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو چلوونکو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو په برخه کې له هڅو څخه مننې وکړه او د هر اړخیزو همکاریو ډاډ یې څرګند کړ.
۱۴۴۶/۱۲/۸ هـ ق