بغلان کې د قومونو ترمنځ د ملي یووالي پیاوړتیا په موخه غونډې وشوې
د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست د قومونو ترمنځ د ملي یووالي او د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه، د دندغوري او دهنهغوري ولسوالیو کې ولسي غونډې جوړې کړې.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په دغو غونډو کې د قومونو یووالی او د اصیل اسلامي کلتور پلي کول د ملي یووالي د ټینګښت په برخه کې مهم وبلله او ویې ویل: په بغلان کې بېلابېل قومونه او د مذاهبو پیروان په ورورولۍ سره یو د بل ترڅنګ ژوند کوي او دا ګډ ژوند د همدردۍ او یوالي د پیاوړتیا لپاره یو ارزښتمند فرصت دی.
مسوولینو د اسلامي ارزښتونو ساتنه او له قومي تعصباتو څخه ډډه کول د ټولنې د سوکالۍ لامل وبلله او له علماوو او قومي مشرانو څخه یې وغوښتل چې د دې کلتور د پیاوړتیا په موخه فعاله ونډه واخلي.
د غونډو په پای کې ګډونوالو په نورو ولسوالیو کې هم د ورته ناستو پر جوړولو تینګار وکړ او دا هڅې یې د بغلان د دوامدار پرمختګ او ټولنیز یووالي په لور یو اغېزمن ګام وبلله.
