تخار کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۳۱
..

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري تلقان ښار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو، فرهنګیانو، استادانو، زدکړیالانو، ځوانانو او د کتاب مینه‌والو په شتون کې د کتابونو نندارتون جوړ شو.
دغه نندارتون د مطالعې فرهنګ د ودې، کتاب‌لوستنې ته د ځوانانو هڅونې، د لیکوالانو او خپرندویانو د ملاتړ او د علم‌زده کړې د فرهنګ د بنسټیز کولو په موخه جوړ شوی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس کتاب د ټولنې د فکري، علمي او فرهنګي ودې له مهمو وسیلو څخه وباله او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ یې د مطالعې د فرهنګ پر پراختیا ټینګار وکړ. هغه له خلکو وغوښتل چې له دې نندارتون څخه لیدنه وکړي او د دې نندارتون له معنوي او ګټورو شتمنیو څخه ګټه واخلي.
په دې نندارتون کې د ديني علومو کتابونو ترڅنګ د عصري علومو بېلابېل کتابونه لکه تاریخ، ادبیات، فرهنګ، ښوونې او روزنې، ټولنیزو علومو او د کورنیو لیکوالانو آثار نندارې ته وړاندې شوي دي، ترڅو لیدونکي له لا ډېرو علمي او فرهنګي سرچینو سره بلد شي.
ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغه اقدام د کتاب‌لوستنې د فرهنګ د ودې لپاره ارزښتناک وباله او په راتلونکي کې یې د ورته فرهنګي پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

۱۴۴۷/۱۱/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

فراه کې د (نوای نخبګان) په نوم نوې راډیو فعالیت پیل کړ

فراه کې د دغه ولایت د مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، خبريالانو او يو شمير نورو مسؤلينو په شتون کې د (نوای نخبګان) په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پيل کړې.
مرستیال والي مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول او مرکزي بهسود ولسوالیو له مسؤلینو او اوسېدونکو سره وکتل

د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ یو پلاوي د مرکزي او حصه اول بهسود ولسوالیو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او اوسېدونکو سره یې وکتل.
د دغه سفر موخه مسؤلینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۵۲
Background image

د زرغون نورستان ستره کلنۍ مشاعره ترسره شوه

یاده مشاعره د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز پارون ښکلي طبیعت کې جوړه شوې وه، چې پکې د نورستان مرستيال والي مولوي فیصل مختار، د باختر خبري اژانس رئیس مولوي احسان الله. . .

BACK TO NEWS