جوزجان کې د (ځوان فکر، روښانه راتلونکې) په نامه فکري او فرهنګي پروګرام ترسره شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۹:۵۶
...

د جوزجان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري او د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همکاریو په شبرغان ښار کې د (ځوان فکر، روښانه راتلونکې) تر سرلیک لاندې د ځایي امارتي ادارو د مسؤلینو او سلګونه تنو ځوانانو په شتون کې فکري او فرهنګي پروګرام ترسره شو.
د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي د دې پروګرام د جوړوونکو له هڅو څخه مننه وکړه او د ټولنې په پرمختګ کې یې د ځوانانو پر رغنده رول ټینګار وکړ. نوموړي وویل: ځوانان د هېواد اساسي پانګه ده او که زده‌کړو، اخلاقو او سالم فکر ته یې پاملرنه وشي، نو ټولنې ته به روښانه راتلونکی برابر کړي. ښاغلي سرحدي زیاته کړه، چې حکومتي مسوولین له هغو پروګرامونو څخه ملاتړ کوي چې د ځوانانو د فکري او فرهنګي ودې په موخه جوړېږي.
دغه راز نور ګډونوالو هم په خپلو ویناوو کې د پوهاوي، یووالي، مسوولیت‌ منلو روحیې د پیاوړتیا او د هېواد د ثبات، پرمختګ او آبادۍ په برخو کې د ځوانانو پر رول ټینګار وکړ.
ګډونوالو زیاته کړه، چې د ځوانانو لپاره د فکري او فرهنګي فضاوو رامنځته کول کولای شي د سالمو افکارو د روزنې، له ټولنیزو ستونزو د لرې پاتې کېدو او د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو د فعال ګډون زمینه برابره کړي.

۱۴۴۷/۸/۲ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د هنر او فرهنګ معین دهیواد د نامتو لیکوال او څیړونکي استاد محمد اصف صمیم عیادت وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد نوميالي لیکوال، څېړونکي او نقاد استاد محمد اصف صمیم د لیدو او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د هنر او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

زرنج ښار کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله. . .

BACK TO NEWS