حسينه ساپۍ: د جام څلي له تګلوري څخه د سيلاوونو ګواښ بايد لرې کړای شي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۳:۱۹
Jam-minaret

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن په کابل کې د يونسکو له رئيس سره په کتنه کې، د غور ولايت د جام څلي د استحکام او ټينګښت په خاطر پرعملي اقداماتو ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د غور ولايت د جام څلي په اړوند خپله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې د جام څلي له تګلوري څخه د سيلاوونو ګواښ بايد لرې کړای شي.
دغه راز حسينې ساپۍ وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سيلاوونو د ګواښ
د مخنيوي په خاطر، د کارګرانو او د سيمې د خلکو د استخدامولو له لارې لاس په
کار شوى دى.
هغې د دې ترڅنګ چې د سيمې د خلکو د همکاريو له امله مننه وکړه، د سيلاوونو
د ګواښ د مخنيوي او د جام څلي پر استحکام او ټینګښت يې هم ټينګار وکړ.
دغه راز په کابل کې د يونسکو رئيس د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره خپله همکاري څرګنده کړه او ويې ويل چې ټاکل شوې ده د روان کال د زمري په مياشت کې يو ايتالوی متخصص افغانستان ته سفر وکړي او د غور ولايت د «جام څلى» له نږدې وګوري او د هغه د څيړنو په نتيجه کې به د جام څلي د استحکام او ټينګښت په خاطر اقدام وشي.
په همدې حال کې د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فخرالدين آرياپور چې د جام څلي په ساحه کې دى؛ د باختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې وويل چې پرون له غرمې وروسته له درې نيمو بجو څخه د جام څلي په ساحه کې سيلاوونه راوتلي دي.
ده وويل چې دغه سيلاوونه د جام له درې او د جام له سيند څخه يوځاى راوتلي دي او د جام څلى يې له ګواښ سره مخامخ کړى دى.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس وويل چې اوس ۲۰۰ تنه کارګران او د سيمې خلکو د جام څلي له شاوخوا څخه د اوبو د تګلوري د بدلون په خاطر په کار لاس پوری کړى او تر يوې اندازې پورې د ګواښ مخه هم نيول شوې ده.
د هغه د څرګندونو له مخې، په سيمه کې په جدي ډول کار دوام لري، ترڅو د جام څلي له شاوخوا څخه د سيلاوونو د ګواښ مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د لرغون‌ پېژندنې په ریاست کې د لرغون ‌پېژندونکو کمېټې غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لرغون پېژندنې رئیس سید ذبیح‌الله سادات په مشرۍ د لرغون ‌پېژندونکو کمېټې غونډه، د کمېټې د غړو په حضور کې چې د کابل پوهنتون، د افغانستان د علومو اکاډمۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱۷
Background image

آقچه کې د (ځوان نسل؛ له ځان‌جوړونې تر ټولنې‌جوړونې) په نوم سیمینار ترسره شو

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د البرز علمي او فرهنګي ادارې له لوري آقچې ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته د (ځوان نسل؛ له ځان‌جوړونې تر ټولنې‌جوړونې) په نوم ښوونیز او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

BACK TO NEWS