خوست کې د وړيا زده کړو ښوونيز مرکز زده کړییزو ټولګیو د ازموينو او د ترسره شوې علمي سيالۍ پایلې اعلان شوې
د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ځوانانو چارو آمریت اړوند د وړيا زده کړو ښوونیز مرکز د کمپيوټر، ادارې او مديريت او ویناوالۍ زده کړه ییزو ټولګیو ازموینو او د (اسلام شرعي او سیاسي دوره) په نوم ترسره شوې علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د مسؤلینو په وینا یاده علمي سیالۍ اونۍ وړاندې د ځوانانو چارو آمریت او افغان وياړ څېړنيزې او کلتوري ادارې له لوري د شاوخوا ۳۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه.
مسؤلینو د علم او زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او ځوانان یې وهڅول، چې په بېلابېلو علمي برخو کې د هېواد د پرمختګ او ولس ته د هر اړخیز او غوره خدمت په موخه کتاب او قلم ته وخت ورکړي.
د مسؤلینو په وینا؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو علمي ظرفیت لوړولو ته ژمن دی او راتلونکې کې به هم ورته نور پروګرامونه جوړ کړي.
ورته مهال ځوانانو د دې ډول علمي پروګرامونه جوړیدو څخه خوښي څرګنده کړه او د نورو پروګرامونو د پراختیا او پیاوړتیا غوښتونکي شول.
۱۴۴۷/۸/۲۹ هـ ق
