دتياتر دمخکښ فيض محمد خيرزاده پر مړينې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د مشرتابه د خواخوږۍ پيغام

moic_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۱۰:۲۲
MoIC Saddened By Death of Afghanistan Cultural Figure Khairzada

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د فيض محمد خیرزاده پر مړینې ژوره خواشیني څرګندوي.
فيض محمدخيرزاده ډايرکتر، دسينما کارکوونکى، ژباړونکی او په افغانستان کې دتياتر دبدلون له مخکښانو څخه و.
خيرزاده خپلې لومړنۍ  زده کړې  دکابل په حبيبيې  ليسې او لوړې زده کړې يې  په فلسفه  او تياتر کې دامريکا په نيو جرسي او نيويارک کې  بشپړې کړې او په ١٣٣٧ لمريز کې دمطبوعاتو په خپلواک رياست  کې مقرر شو او دهېواد  دسينما اوتياتر  په تاريخ کې يې  نوې پاڼه پرانیستله .
هغه ډېر ژر  دتياتر او سينما  ځوانې  څېرې  او د موسيقۍ  هنرمندان راټول کړل او په کابل کې یې دتياتر هنري موسسه جوړه کړه او په هغې کې ګڼ  شمېر ځوانانو  فعاليت پيل کړ او شهرت ته ورسېدل او (مانند عقا ب)  هنري فلم ددغې موسسې له محصولاتو څخه و چې ډايرکتر  او دسناريو ليکوال  يې ارواښاد خيرزاده و .
  فيض محمد خيرزاده دخپل عمر په وروستيو څلورو لسيزو کې په امريکا کې اوسېده او دتېرې چارشنبې په شپه د ٨٥ کلنۍ په عمر  په حق ورسېد.
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دهېواد دتياتر او سينما  دودې اوبډاينې په لاره کې د خيرزاده کارونو او خدمتونوته دقدر په سترګه ګوري او دهغه مړينه يوه ستره  هنري ضايعه بولي او دالله (ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت او دده کورنۍ  او د هېواد  هنري  ټولنې ته دجميل صبر او جزيل اجر هيله کوي. پاى-

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د لرغون‌ پېژندنې په ریاست کې د لرغون ‌پېژندونکو کمېټې غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لرغون پېژندنې رئیس سید ذبیح‌الله سادات په مشرۍ د لرغون ‌پېژندونکو کمېټې غونډه، د کمېټې د غړو په حضور کې چې د کابل پوهنتون، د افغانستان د علومو اکاډمۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱۷
Background image

آقچه کې د (ځوان نسل؛ له ځان‌جوړونې تر ټولنې‌جوړونې) په نوم سیمینار ترسره شو

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د البرز علمي او فرهنګي ادارې له لوري آقچې ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته د (ځوان نسل؛ له ځان‌جوړونې تر ټولنې‌جوړونې) په نوم ښوونیز او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

BACK TO NEWS