د اروپايي اتحاديې مرستیال له ملي ارشيف څخه لیدنه وکړه
د اروپايي اتحاديې مرستیال ښاغلي بنجامین د اتحاديې د فرهنګي برخې مسؤلې سینډرا په ملتیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند ملي ارشيف څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بهرنيو اړيکو او فرهنګي آتشو رياست رئيس ښاغلي شفيق احمدزي او د ملي ارشیف رئيس قاري عبیدالله حنیف د ارشیف د ودانۍ او آثارو په اړه معلومات شريک کړل، د معلوماتو له مخې د ملي ارشیف ودانۍ ۱۲۹ کاله تاريخي مخينه لري، چې پکې د بېلابېلو دورو تاريخي نسخې ساتل کېږي.
د اروپايي اتحاديې مرستیال ښاغلي بنجامين د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د ملي ارشیف په لیدو ډېر متاثر شوم، د دا ډول تاريخي نسخو ساتنه يو ستر تاريخي اقدام دی، له دې ښکاري چې افغانان له خپل کلتور او تاريخي آثارو سره بې سارې مينه لري.
همدا راز د ملي ارشیف رئيس ښاغلي حنیف د اروپايي اتحاديې له پلاوي څخه وغوښتل چې د اروپايي هيوادونو له ارشیفونو سره د افغانستان د ملي ارشیف د اړیکو په جوړولو کې مرسته وکړي،.
۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق
