د اسلامي امارت له بیا ځلې حاکمیت سره په کافرکوټ لرغونې سیمه کې د غیرې قانوني چارو مخه نیول شوې ده

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۰:۱۵
..

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د یو پلاوي په مشرۍ خروار ولسوالۍ اړوند کافر کوټ لرغونې سیمې ته د سفر پرمهال وکړې.
په دغه سفر کې له ښاغلي عزیزي سره د لرغون پوهنې رئیس سید ذبیح الله سادات، د تاریخي ابداتو رئیس محمد نسیم نسیمي، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، د خروار ولسوال مولوي محمد ایوب خادم او یو شمېر نورو مسؤلینو ملتیا کوله. 
د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي یادې سیمې ته د سفر موخه د تاریخي ځایونونو د ساتنې په پار د خروار ولسوالۍ له مسوولینو سره لیدنه او د عالیقدر امیرالمومنین(حفظه الله) د فرمان مطابق د تاریخي او لرغونو سیمو ساتنه وبلله او ویې وویل: د خروار ولسوالۍ اړوند کافرکوټ سیمه د هېواد په کچه تاریخي مخینه او ارزښت لري، چې تاریخي مخینه یې پنځم او شپږم میلادي پېړیو ته رسېږي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې له دې وړاندې کافرکوټ سیمې کې په غیرقانوني توګه ډېرې کېندنې شوې وې، چې د اسلامي امارت له بیا ځلې حاکمیت سره د غیرقانوني چارو مخه نیول شوې ده.
دغه راز د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: د تاریخي او لرغونو سیمو د ساتنې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست بشپړه پاملرنه کړې ده او تېر کال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لرغون پوهنې مسلکي ټیم له لوري د کافرکوټ لرغونې سیمې حدودونه مشخص شوي دي.
ورته مهال د لرغون پوهنې رئیس سید ذبیح الله سادات وویل؛ د کافرکوټ لرغونې سیمه د هېواد په کچه ارزښتمنه سیمه ده، چې ډېره بډایه مخینه لري، د تېرو پېړیو لرغوني اثار ترې لاسته راغلي او لا هم پرې څېړنې روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې لوګر کې د مس عینک لسګونه لرغونو سیمو سربېره  له ۲۵۰ څخه زیاتې لرغونې سیمې شتون لري.

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS