د اسلام په تاریخ کې د عامه کتابتونونو او مطالعې ارزښت په نوم سمینار ترسره شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډه همغږۍ د (اسلام په تاریخ کې د عامه کتابتونونو او مطالعې ارزښت) ترسرلیک لاندې روزنیز سمینار ترسره شو، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، علمای کرامو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري د اسلام مبارک دین له نظره د مطالعې، کتاب او کتابتون د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د ولسونو په ځانګړې توګه د ځوان قشر د پرمختګ لپاره يې له کتابتون او مطالعې سره بلدتیا خورا اړینه وبلله.
دغه راز ښاغلي جوهري له ځوانانو څخه وغوښتل چې د خپلو علمي ظرفیتونو لوړولو په موخه دې له عامه کتابتونونو څخه ګټه واخلي.
د سمینار په لړ کې دوکتور رفیع الله صمیم د عامه کتابتونونو د تاریخ په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې او ویې ویل: د اسلام مبارک دین له انده علم، کتاب او مطالعه لوړ ارزښت لري، که تاریخ ته ځیر شو، دا به جوته شي، چې زموږ علمای کرامو او اسلافو له مطالعې او کتاب سره تر هر چا زیاته ملګرتیا لرله، که یوځل بیا له مطالعې او کتاب سره د تېرو مسلمانانو او علماوو په څیر علاقه راژوندی شي، نو لرې نده، چې د نړۍ واک بیا ځلې د مسلمانانو لاس ته راشي.
ورته مهال دیني عالم مفتي وحیدالله وهاج د مطالعې د ارزښت اړوند خبرې وکړې او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د ورځنیو چارو په لړ کې کتاب او مطالعې ته ځانګړی وخت ورکړي.
۱۴۴۷/۵/۱۴ هـ ق
