د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست عامه کتابتون وکوت

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۸:۱۶
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست عامه کتابتون وکوت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر نن د عامه کتابتون ریاست وکوت او د هغې ادارې ستونزې یې واورېدې.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې، په دې کتنه کې لومړی د عامه کتابتون رییس حمیدالله شهراني د کتابتون د هرې برخې په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د هېواد د پېژندل شوي شاعر او عارف ارواښاد حیدري وجودي د کار میز هم ولید او د هغه مړینه یې په عامه کتابتون کې یوه ستره تشه وبلله.
شهراني د عامه کتابتون ستونزې لکه د کتابونو لپاره د مناسبو تالارونو اواداري دفترونو نشتوالی او د بودجې کمښت او همدارنګه د عامه کتابتون د مجتمع پیشنهادي طرحه چې په هغې کې د عامه کتابتون ټول معیارونه په پام کې نیول شوي دي او دغه راز نور وړاندیزونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره شریک کړل.
د وزارت سرپرست د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه او همدارنګه ټینګار یې وکړچې هغه ریاست دې د عامه کتابتون د مجتمع پیشنهادي طرحه تر لسو ورځو پورې بشپړه کړي او د نورو اجرااتو لپاره دې د وزارت مقام ته وسپاري

-کابل / د چنګاښ لومړۍ/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د ټولنې د پرمختګ په موخه د همغږۍ میاشتنی ناسته وشوه

د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ارتباط دفتر مؤسسې په همکارۍ د ټولنې د پرمختګ په موخه د همغږۍ میاشتنۍ غونډه وشوه، چې په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري خالد احمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د امارتي ادارو لسګونو تنو کارکوونکو ته درې ورځنی عقیدوي سیمینار پیل شو

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د امارتي ادارو شاوخوا سل تنو کارکوونکو ته د فکري او عقیدتي روزنې او د (اضرار معاصي) کتاب د منځپانګې په اړه درې ورځنی سیمینار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۴۵
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرندویو او فرهنګي بازار د هټیو د نوم‌ لیکنې بهیر پیل شو

شنبه (د ۱۴۴۸ د جمادي‌الثاني ۱۷مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست اړوند د خپرندویو او فرهنګي بازار د هټیو د نوم ‌لیکنې بهیر. . .

BACK TO NEWS