د افغانستان انټرنیشنل راډیو ټلوېزیون د خپرونو په اړه د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون اعلامیه: 

wares_admin
Haqmal Saib

رسنیز اخلاق له مخاطبانو سره د ژورنالیسستانو او رسنوالو یوه ګړنۍ یا شفاهي ژمنه ده، چې د اطلاعاتو د ورکړې او ترلاسي پر مهال په پام کې نیول کېږي، پر دې سربېره ځینې حقوقي مفاهیم هم شته چې د مقدساتو، ټولنیزو ارزښتونو، کلتوري معیارونو، ملي ګټو او انساني غوښتنو له مخې ټاکل کېږي او پامنیوی یې د رسنیو او ژورنالېستانو لپاره اړین وي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون د رسنیو مسلکي، حقوقي او اخلاقي موارد، رسنیز شکایتونه له نژدې او په خورا مسلکي ډول څاري او وخت پر وخت له رسنیو سره خپلې پرېکړي او سپارښتنې شریکوي. 
افغانستان انټرنیشنل راډیو او ټلوېزیون چې له هېواده بهر د هېواد د ننه لپاره خپرونې کوي، په لوی لاس ځینې مسلکي سرغړونې او له اخلاقي او حقوقي پولو تېری کوي،  د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون په نوموړي رسنۍ شوي شکایتونه د ۱۴۰۳ هـ ل د غويي د نولسمې نېټې په جلسه کې وارزول چې ځینې یې له خپل ولس سره په دې ډول شریکوي.
۱- د وګړیو او حقوقي شخصیتونو د خصوصی حریم پامنیوی او ورته درناوی چې د اسلام مبارک دین او د افغانستان او نړۍ په حقوقي نظامونو کې ځانګړی ځای لري، د دې رسنۍ لخوا پرې په وار وار تېری کېږي.
۲- شخصیت وژنه چې له مسلکي پلوه په بشپړ ډول رسنیز جرم دی د افغانستان انټرنیشنل د خپرونو ورځنۍ چاره ده.
۳- له مسلکي پلوه د خبرونو کره والی او سموالی یوه مهمه چاره ده، خو نوموړی راډیو، ټلوېزیون دا مسلکي چاره د سرعت او شخصي تمایلاتو قرباني کوي.
۴- تحریف یا په معلوماتو کې ګوتوهنه چې یو مسلکي جرم دی، دا رسنۍ یې په خلاص مټ ترسره کوي.
۵- د رسنیو یوه ډېره مهمه دنده چې د ټولنیزې هوساینې، اخلاقي او رواني امنیت ساتنه ده، افغانستان انټرنیشنل یې لا زیانمنوي.
۶- د افغانستان انټرنیشنل خپرونې د ټولنې د یووالي او سالمیت پر ځای په هېواد کې بېلابېلو قومي، ژبنیو او سیمه ییزو تعصبونو ته لمن وهي.
۷- د افغانستان انټرنیشتل راډیو، ټلوېزیون د خپرونو محتوا او د وړاندې کوونکو کړه وړه له افغاني ارزښتونو او دیني غوښتنو ښکاره سرغړاوی دی.
۸- د اطلاعاتو د ترلاسي لپاره له سرچینو سره معامله او ان کله کله د معلوماتو او کلپونو په بدل کې بډې ورکول یوه بشپړه اخلاقي او حقوقي تېروتنه ده، چې نوموړی ټلوېزیون یې ترسره کوي.
۹- په خبرونو او خپرونو کې بې پرېتوب د ژورنالېزم له مهمو اصلونو څخه دی، چې نوموړی ټلوېزیون ان د مېلمنو په غوراوي کې هم دا مسلکي چاره تر پښو لاندې کوي، په خپلو خپرونو کې داسې کسان مېلمانه کوي چې د خپلو عقدو او شخصي تمایلاتو له مخې د اورېدونکو عامه افکار زیانمنوي.
۱۰- تر ټولو بده دا چې په هېواد کې د حاکم نظام او ټیکاو پر خلاف د خپرونو له لارې باغیانو او د هېواد دوښمنانو تبر ته لاستی اچوي.
دا او دېته ورته لسګونه موارد دی چي نوموړې رسنۍ ترې سرغړونه کوي. 
ټول شنونکې، کارپوهان او خبریالان  دې له دوی سره به بحثونو کې له ګډون او هرډول همکارۍ ډډه وکړي او همداراز په عامه ځایونو کې نوموړې رسنۍ ته د خپراوي د اسانتیاوو برابرول ممنوع دي.
د افغانستان له مؤمن ولس څخه هیله ده چې د افغانستان انټرنیشنل راډیو ټلوزېزون  سره د خپل ایماني او ملي مسؤولیت له مخې مقاطعه وکړي.

خبرتیا

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۹:۳۶
Background image

د افغانستان انټرنیشنل راډیو ټلوېزیون د خپرونو په اړه د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون اعلامیه: 

رسنیز اخلاق له مخاطبانو سره د ژورنالیسستانو او رسنوالو یوه ګړنۍ یا شفاهي ژمنه ده، چې د اطلاعاتو د ورکړې او ترلاسي پر مهال په پام کې نیول کېږي، پر دې سربېره ځینې حقوقي مفاهیم هم شته چې د . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۹:۶
Background image

د اطلاعات اوکلتور وزارت د توريزم او هوټل دارۍ انسټيټيوټ د بريالي شويو نوماندانو د پايلو اعلان!

ټول بريالي شوي کانديدان کولای شي، چې د دلوې مياشتې له ۲۵ مې نېټې څخه د حوت تر ۱۵ نېټې پورې ياد انسټيټيوټ ته د نوملیکنې په موخه مراجعه وکړي.
د انسټيټيوټ موقعيت په لاندې لينک کې کتلی شئ:
. . .

Back to announcements