د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د دې ولایت د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
مسوولینو وویل: د شکر ځای دی چې موږ د یوه بشپړ اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کوو، لازمه ده چې ټول د دغه نظام د ساتنې او پالنې په موخه ګډ کار وکړو، رسنۍ مسوولیت لري،چې د اسلامي نظام لاسته راوړنې په کره توګه تر خلکو ورسوي.
ترڅنګ په دې ناسته کې د ولسونو د پوهاوي په لوړولو، د یووالي په پیاوړتیا او د واقعیتونو د انعکاس په برخو کې د رسنیو پر بنسټیز رول ټینګار وشو او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وشوه.
ورته مهال ګډونوالو هم د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ د ښه والي، د شته رسنیزو ستونزو د حل او له رسنیو سره د همکاریو د کچې د لوړولو په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.
۱۴۴۷/۷/۲۸ هـ ق
