د امام ابوحنیفه (رح) د کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست، الرباط فکري او فرهنګي ادارې او پوهنې ریاست په ګډو همکاریو ګرمسېر ولسوالۍ کې د امام ابوحنیفه (رح) د کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د سلګونو تنو زده کوونکو ترمنځ ترسره شوې وه، مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو ورکولو وستایل شول.
مسؤلینو د دې ډول سیالیو جوړولو د اغیزو او ګټو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چي ځوانانو ته د علم ترلاسه کولو په برخه کې لاډېر خدمات وړاندې کړي، تر څو د ځوانانو علمي ظرفیت لا نور هم لوړ شي.
مسؤلینو له دې سیالۍ څخه موخه د حنفي مذهب په اړه د ځوانانو د معلوماتو لا ډیرول، د اسلامي نظام تاریخ او د حنفي مذهب ساتنه وبلله او زده کوونکو ته یې ډاډ ورکړ، چي سوالیه پارچې یې د ټاکل شوې کمېټې له لوري په شفافه توګه کتل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړي او دوهم مقام ګټونکو ته کمپیوټرونه، درېیم، څلورم او پنځم مقام ګټونکو ته الفجر ساعتونه او ۲۵ تنو نورو مخکښو زده کوونکو او د سیالۍ تنظیموونکو ته بېلابېلې مادي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.
۱۴۴۷/۸/۷ هـ ق
