د بامیان راډیو نشراتي چارې وارزول شوې
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد په مشرۍ یو پلاوي د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح او د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو اتحادیې مشر حجت الله مجددي په شتون کې د بامیان راډیو نشراتي چارې وارزول.
په پیل کې د بامیان راډیو مسؤلینو د دې راډیو نشراتي او تخنیکي چارو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: بامیانو کې د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ ښه همغږۍ موجوده ده او ټول خبریالان په ډاډمنه فضا کې خپلې رسنیزې چارې ترسره کوي.
ورته وخت کې د افغانستان د آزادو ژورنالیستان د اتحادیې مشر حجت الله مجددي د رسنیزو چارو او خبریالانو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د هېواد د رسنیزو چارو د ښه والي او د خبریالانو ظرفیت لوړنې په موخه د بېلابېل ظرفیت لوړولو پروګرامونو په جوړولو ټینګار وکړ.
پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي رائد د بامیانو راډیو اړوندې ستونزې او وړاندیزونه واوریدل او د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته یې د رسیدو په اړه ډاډ څرګند کړ.
ښاغلي رائد د بامیانو راډیو مسؤلینو ته د چارو لا ښه والي په موخه اړینې سپارښتنې هم وکړې او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریالانو ظرفیت لوړونې ته ژمن دی او د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د افغان خبریالانو د ظرفیت لوړونې هڅې کوي.
۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق
